په کوټه ښار کي یوې چاودني دوه کسه وژلي او ۱۶ يې ټپیان کړي دي

د بلوچستان په کوټه ښار کي یوې بمي چاودني لږ تر لږه دوه کسان وژلي او ۱۶ نور یې ټپیان کړي دي.

په کوټه کي د پولیسو د ادارې مرستیال وايي، بم د یو دکان مخي ته په درول سوي موټرسایکل کي ځای پر ځای سوی وو او تر اوسه هېڅ ډلي د دې برید مسؤلیت پر غاړه نه ‌دی اخیستی.

کوټه کي ډېر کله سخت دریځي پاکستانۍ ډلي پر اقلیت شعیه مسلمانانو خونړي بریدونه کوي، همدارنګه په سیمه کي بلوڅ بېلتون غوښتونکي هم فعال دي چي د خپلو سیمو واک او له پاکستان څخه ازادي غواړي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...