رپوټ: محمد یار مجروح
په کندهار کي سږ کال پر شاوخوا درې زره هکټاره مځکه پالېزونه کرل سوي دي، چي ډېره برخه یې خټکي او هندواڼې دي.
کروندګر وايي، د سږنیو اورښتونو له برکته په پالېزونو کي حاصلات زیات سوي دي او دوی تمه لري سږني حاصلات به یې د پروسږ کال زیان هم راګرځوي.
دوی زیاتوي، د سږنیو اورښتونو له برکته په پالېزونو کي خټکي له مرضونو پاک دي او همدرانګه يې په حاصلاتو کي هم زیاتوالی راغلی دئ.
ژړۍ، میوند او دامان هغه سیمي دي چي تر نورو ولسوالیو زیات خټکي او هندواڼې پکښي کرل کیږي.
سوداګر وايي، د خټکیو حاصلات د کورني بازار تر تقاضا ډېر، دي خو که په بهر کي بازار ورته پيداکړل سي، ګټه به یې څو برابره زیاته وي.
په مارکېټ کي دا مهال یو کیلو خټکی ۱۵ افغانۍ او یوه کیلو هندواڼه په لس افغانۍ خرڅيږي.
د کندهار د کرهڼي رئیس حفیظ الله سعیدي وايي، سږ کال دحاصلاتو په کچه کي ۱۵ سلنه زیاتوالی راغلی او زیاتوي، چي په کندهار کي به د خټکیو له پالېزونو څخه تر سل زره ټنه زیات حاصلات راټول کړي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون