پر افغان سوداګرو د تعارفو د لوړېدو ستونزه ۴۰ سلنه حل سوې ده

د افغانستان د متشبثینو عالي بورډ وايي، د پاکستان له لوري پرافغان سوداګرو د تعارفو د لوړېدو ستونزه ۴۰ سلنه حل سوې ده.

د دغه بورډ مشر رحم الدین حاجي‌اغا وايي، چي هڅي رواني دي څو دا ستونزه په اساسي توګه حل سي.

دی وایي، په سلو کي ۴۰ سلنه د تعارفو د لوړېدو ستونره حل سوې ده، زردالو چي ۱۳ زره وه، ۱۸ ته رسېدلي، دا سوداګرو او بزګرانو ته د منلو وړ نه ‌ده او باید خپل حالت ته راسي.

تر دې مخکي سوداګرو ویلي وه، چي پاکستان پر افغان سوداګرو خپله تعارفه دوه برابره زیاته کړې چي دا کار ورته لوی اقتصادي زیانونه اړولي دي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...