ایران: موږ پوهېږو چي له اور سره لوبي کوو

وروسته له دې چي تهران د ۲۰۱۵ کال د اټمي موافقې پربنسټ له ټاکل شوې اندازې د زیاتو یورانیمو د غني کولو اعلان وکړ، ولسمشر ډونالد ټرمپ وویل چي ایران له اور سره لوبي کوي.

ټرمپ پرون شپه په سپینه ماڼۍ کي وویل چي ایران په دې پوهېږي، چي څه کوي او زیاته یې کړه چي دا هيواد له اور سره لوبي کوي.

د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ ادارې پرون د تهران هغه ادعا تائید کړه چي وايي، په ټیټه کچه د غني سوو یورانیمو اندازه یې د ۲۰۱۵ کال د موافقې پربنسټ له ټاکل سوي حده اوښتې.

امریکا په ۲۰۱۸ کال د ایران له اټومي موافقې ووتله او د دې هيواد د تيلو پر صادراتو او نورو برخو یې بندیزونه بیا ولګول.

ایران په ځواب کي د مې پر اتمه اعلان وکړ، چي نور نو دې موافقې ته ځان ژمن نه بولي او د غني سوو یورانیمو او درنو اوبو پر زېرمو د لګول سوي محدودیت پروا نه ساتي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...