رپوټ: جواد داوري
په نظامي قطعاتو کي تر ډېره په قوماندانیو کي تغیرات راځي، په کښته بستونه کي د کنډک او ټولۍ په سطحه تغېرات ډېر کم تر سترګو کیږي.
د هلمند ولایتي شورا رئیس وايي تغیرات باید د اهلیت پر اساس وسي، خو د کورنیو چارو وزارت تر څنګ په دفاع وزارت کي هم د پارلمان غړي د نظامي مسئولینو په ټاکلو کي لاسوهنه کوي، چي پایله يې په سیمه کي د نا امنیو باعث ګرځي.
دی وايي دفاع وزارت باید د اهلیت له مخي داسي کادرونو ته دنده ورکړي، چي کولاي سي په سیمه کي امن رامنځته کړي.
د هلمند والي که څه هم د امنیتي پرمختګونو خبر ورکوي، خو غوښتنه لري چي په نظامي برخه کي د نورو ولایتونو په پرتله هلمند ته زیاته پاملرنه وسي، تر څو سقوط شپږ ولسوالۍ بیرته تر دولتي حاکمیت لاندي راوستل سي.
هلمند والي وايي په نظامي برخه کي پراخو اصلاحاتو ته اړتیا ده، تر څو عملیات زیات سي او زمینه برابره سي چي د ولسمشرۍ په راتلونکو ټاکنو کي د خلکو ونډه زیاته سي.
په هلمند کي د ۲۱۵ میوند قول اردو له پاره نوی ټاکل سوی قوماندان جنرال ذبیح الله مهمند تر دې دمخه پّ هلمند کي د کمانډو ځواکونو د کنډک قوماندان وو، ټینګار کوي چي د فساد سره يې مبارزه په لومړیتوبونو کي ده او همدارنګه به د سرتیرو د حقوقو په خوندیتوب کي هلي ځلي وکړي.
د هلمند په نظامي اداره کي دغه تغیرات په داسي حال کي رامنځته کیږي، چي اوس د خالد عملیاتو کومه پایله نه ده مالومه سوې.
امنیتي ارګانونه ټینګار کوي چي د ولسمشرۍ تر ټاکنو پوري به سقوط ولسوالۍ بیرته ونیسي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون