د افغانستان جمهوري ریاست وايي، په کابل کي په پرونۍ حمله کي څلور ملکیان او دوه نظاميان وژل سوي دي.
د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وايي، په دې برید کي چي هدف يې ملکيان وه، د یوه کوچني په ګډون څلور ملکيان وژل سوي او دوه سرتېري د سخت دريځو پر وړاندي د عملیاتو پر مهال و وژل سول.
د افغانستان د روغتیا وزارت ویاند وايي، په دې حمله کي ۱۱۶ کسان ټپیان سوي دي.
د ده په وینا، اکثریت ټپیان ملکي کسان دي.
طالبانو پرون د دې حملې مسئولیت ومانه او ويې ویل، چي هدف يې د افغانستان د دفاع وزارت د لوجيستيک یوه برخه وه.
په افغانستان کي د ملګرو ملتونو مرستندویي ادارې يا یوناما پر ملکيانو دا ډول حملو ته د بندېدلو غوښتنه کړې ده.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون