رپوټ: محمدیار مجروح
په قطر کي د طالب استازو او امریکايي پلاوي تر منځ د سولي د اووم پړاو خبرو د پيل سره سم، په افغانستان کي یو ځل بیا جګړو زور اخیستی دئ.
د راپورونو له مخي د سولي اووم پړاو خبري د دواړو لورو تر منځ جدي دي او کېدلای سي بین الافغاني مذاکراتو ته هم لاره هواره کړي.
یو شمېر د نظر خاوندان وايي، د سولي د خبرو سره د یو شمېر بهرنیو کړیو او زورواکانو ګټي په خطر کي لویږي، خو ځکه جګړې زور اخلي.
دوی دا هم وايي، چي طالبان غواړي د دا ډول بریدونو په کولو سره خپل زور وښيي، او د سولي کولو وروسته د نورو قوتونو په څېر یو طرف ته نه سي او په حکومت کي مهمه ونډه ولري.
طالبانو تر دې وړاندي ویلي وه، چي د سولي د خبرو د قضيې د بهرني اړخ د حل وروسته به کورني اړخ ته هم پام واړوي.
بلخوا د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، په نژدې ورځو کي به د سولي بین الافغاني خبري هم پيل سي.
یو شمېر عام خلګ چي له جګړې ستړي سوي وايي، د جنګ ښکیلي غاړي دي نور سوله وکړي او د عامو کسانو د وژلو دي لاس واخلي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، له طالبانو سره سوله نږدې سوې او ممکن تر دوو اوونیو پوري د حکومت او طالبانو ترمنځ رسمي خبري پیل سي.
دغه خبري پر داسي مهال کیږي، چي د افغانستان د سولي له پاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد له درو ورځو راهیسي په قطر کي د طالبانو له سیاسي استازو سره په خبرو بوخت دئ او دواړو لورو د سولي دغه اووم پړاو خبري مهمي بللي دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون