د بغلان په نهرین کي د پښتنو د وهلو له پاره شخصي چيک پایڼتونه جوړ سوي.

رپوټ: نورګل اندړوال
وروسته له هغه چي دبغلان په نهرین ولسوالي کي وسله والو طالبانو دبریدونو پرمهال ۲۵ ولسي پاڅون کوونکي ووژل او اته تنه نوریې ټپيان کړل، اوس دې ولسوالۍ کي میشت پښتانه وايي چي یو شمېر شخصي ملېشې او ولسي پاڅون کوونکو پوري اړوندو کسانو ،دې ولسوالۍ ته غزیدلې لویه لاره باندي چک پاینټونه جوړ کړي او پښتانه په دې تور چي طالبان پښتانه دي، وهي او  ډبوي یې.
دوی وايي دپښتنو دځورولو دمخنیوي په برخه کي  حکومت هیڅ ډول اقدام نه دئ کړی او
د همدې ډلو له ویري دکېمرې مخي  ته څوک نه حاضریږي چي خبري وکړي.  
د نهرین قومي مشران وايي چي دې ولسوالۍ کي دپښتنو دنیولو او ځورولو له پاره شخصي بندي خانې او چک پاینتونه جوړ  سوي  او  په یو  ډول ځينې کړۍ په دې ولسوالي کي غواړي چي د ولسي پاڅون کوونکو او طالبانو تر منځ جګړو ته قومي بڼه ورکړي.
دوی وايي که دا چاره دوام وکړي. خلګ به مجبوره سي چي د طالبانو سره یو ځای سي.

نهرین کي د دې ترڅنګ چي شخصي چک پاینټونه دپښتنو دځورولو او وهلو له پاره د خلګو په باور جوړ  سوي دا ادعا هم سته، چي پرون سیمه ایز پولیس د نهرین په حفیظ بچه سیمه کي دکوچیانو کورونو ته ننوتي، ښځي یې وهلي او پر خلګو یې ډزې کړي، خو د بغلان د والي ویاندنهرین کي د پښتنو ځورول دخپل سرو او حکومتي ډلو له لوري ردوي او وايي هر هغه چاچي د قانون خلاف عمل کړی وي. د قانون منګولو ته به وسپارل سي.

د نهرین اوسېدونکي وايي، ډېر کله په دې ولسوالۍ کي چي د ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړې کیږي، حاکم د نورو توکمونو مسئولین دغه جګړې پر پښتنو ور تپي او له امله یې په بېلابیلو نومونو د دې ولسوالۍ میشتو پښتنو ته ستونزي جوړوي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...