د کندهار څخه پسونه پاکستان ته قاچاقیږي

د کندهار اوسېدونکي وايي، له دغه ولایته پاکستان ته پسونه قاچاقيږي، چي له یوې خوا یې بیه لوړه سوې او له بلي خوا د هغو د نسل د ورکېدو وېره پيدا سوې ده.

دوی زیاتوي هره ورځ په سلګونو د پسونو بار موټران د سپين بولدک له لاري پاکستان ته ځي، چي پولیس يې نه یوازي مخنیوی نه کوي، بلکي په بدل کي یې له قاچاق کوونکو پیسې اخلي.

دوی زیاتوي، دغه کار اوس په یوه لوی کاروبار بدل سوی، یو شمېر کسان په کندهار ښار کي په نسبتاً لوړه بیه له کوچیانو او مالدارانو پسونه او بزې رانیسي او بیا یې پاکستان ته قاچاقوي.

د دوی په خبره، له دغه کار سره نه یوازي په بازار کي د پسه غوښه ګرانه سوې، بلکي د پسونو بیه هم لوړه سوې ده.

دوی وايي چي د افغانستان حکومت د یوه حکم له لاري ګاونډیو هيوادونو ته د څارویو وړل منع اعلان کړي، خو بیا هم یو شمېر کسان دا کار کوي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...