Author Archives: asad noori

د ننګرهار امنیتي چارواکي وايي، چي په دې ولایت کي ۲۷ داعش وژل سوي

د ننګرهار ولایت په مختلفو سیمو کي د افغان امنیتي ځواکونو په وروستیو تهاجمي عملیاتو کي ۲۷ داعش وسله وال وژل سوي دي. په ختیځ کې د سېلاب قل اردو قوماندان نن وویل دا داعشیان په بټیکوټ، رودات، هسکي مېني او دوربابا ولسوالیو کې وژل سوي دي. دا عملیات د افغان امنیتي ځواکونو پلې او هوايي قواو کړي دي. سېلاب ...

Read More »

کونړ: په دې ولایت کي د چاودني له امله ۴ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د کونړ امنیتي مسؤلین وایي، تېره ورځ د څوکۍ ولسوالۍ په چمبېل کلي کي په یوه کور کي د ماین چاودنه سوې چۍ پکښي یوه ماشومه وژل سوې او درې تنه ټپیان دي. د کونړ ولایت امنیتي چارواکي وايي ، چي  تېره ورځ د څوکۍ ولسوالۍ اړوند د چمبېل په کلي کي یو تن چي د داعش ډلي پورې تړاو ...

Read More »

په بادغیس کي وسله والو طالبانو د نوم لیکني پر مرکز توغندیز برید کړی

د بادغیس د پولیسو قوماندان جنرال عبدالروف تاج وویل، چي وسله والو طالبانو په قلعه نو کي د رایې ورکوونکو پر یو مرکز یو توغندۍ ویشتلې، چي له امله یې په دغه مرکز کي یو پولیس چي د مرکز په ساتنه بوخت و، وژل سوی او د افغان پولیسو په متقابلو ډزو کې دوه طالبان ټپیان سوي دي. خو تراوسه ...

Read More »

داعش د مشق ته څیرمه له خپلي سیمي وزي

د سوريې دولتي رسنيو او يوې څارونکي ډلي وويل، د اسلامي دولت ډلي يا داعش موافقه کړې چي دمشق ته نږدې له خپلې وروستۍ ساحې ووځي. د دولتي خبري اژانس سنا په حواله، د دې موافقې له مخي به د داعش جنګيالي چي پر حجر الاسود سيمه او د فلسطيني کډوالو پر يرموک کمپ کنټرول لري، له دغو ساحو ووځي ...

Read More »

امریکايي ځواکونو په تېره میاشت کي پر افغانستان تر عراق او سوریې ډېر بمونه غورځولي دي

د رسنیو د راپورونو له مخي د امریکا د پوځ په میاشتني راپور کي راغلي شمېرې ښيي، چي پر افغان خاوره تر عراق او سوریې ډېر بمونه غورځول سوي دي. رسنۍ وايي، له دې ښکاري چي امریکا تر عراق او سوریې ډېر په افغانستان کي پر جګړه تمرکز کړی دی. راپورنه وايي، چي په تېره مارچ میاشت کي امریکايي ځواکونو ...

Read More »

د ټاکنو خپلواک کمېسيون په پام کي لري چي نن شنبه د راتلونکو ټاکنو مهالوېش اعلان کړي

د دغو ټاکنو د مهالوېش د اعلان پر چمتووالي د انتخاباتو خپلواک کمېسيون کمېشنر سيد حفيظ الله هاشمي رسینو ته ویلي، “د کمیسيون هوډ دا دى چي دغه مهالوېش نن شنبه، که ونه سول يکشنبه اعلان کړي، د انتخاباتو د بهير جزئيات، د کانديدانو او رايه ورکوونکو وظايف په کښې واضح سوي دي، ټولو افغانانو ته به يو مفصل مهالوېش ...

Read More »

هند د کاپیسا د باغ درې او د کابل د سروبي دوهم بند جوړېدو ته لېوالتیا ښکاره کړې ده

د افغانستان د اوبو او انرژي د وزارت د عامه اړیکو رئیس اصف غفوري په کابل کې رسنیو ته وویل، چي هند په‎ خپله د دغو دوو بندونو د جوړېدو وړاندیز کړی دی، خو تر اوسه د دې پانګونو جزئیات نه ‎دي ورکړل سوي. د باغ درې بند د پنجشیر او غوربند پر سیندونو پروت دی چي ویل کېږي د ...

Read More »

د هرات – خواف ریل پټلۍ د دریم فاز کار پر بشپړیدو دی

د هرات – خواف ریل پټلۍ چۍ د یوشمیر اقتصادي شنونکو په اند د منځنۍ اسیا او اروپا سره د افغانستان د نښلولو تر ټولو ښه لار بلل کیږي، کار یې په ایران هیواد کي بشپړ سوی او په افغانستان کي هم یوازي د څلورم فاز کار پاته دی. تر راتلونکو پنځه څلویښت ورځو پوري به د هرات – خواف ...

Read More »

په کندهار کي لا هم بارانونو ته زیاتي هیلي سته چي د وچکالۍ مخه به ونیسي

د کندهار د کرني ریاست مسٔولین وایي، چي تر اوسه په کندهار کي ۱۰۰ ملي متره اورښت سوی چي کچه یې د تېر کال په پرتله تر پنځوس سلنه ډېره کمه ده. د کندهار د کرنۍ او مالدارۍ ریاست مسٔولین وايي، چي په دغه ولایت کي لا هم بارانونو ته هیلي سته تر څو د وچکالۍ مخه ونیسي. د کرني ...

Read More »

په کندهار کي د ښځو چارو ریاست د راتلونکو ټاکنو کي د ښځو د ګډون په موخه د عامه پوهاوي پروګرامونه پيل کړل

راپور: محمد یار مجروح راتلونکو د ولسوالیو شوراګانو او پارلماني ټاکنو ته د ښځو د ګډون لپاره تازه هڅي. دا په کندهار ولایت کي د ښځو چارو ریاست له لوري راټولي سوي ښځي دي تر څو عامه پوهاوی تر لاسه کړي او خپله رایه په سم ډول وکاروي. د کندهار د ښځو چارو رئیسه روقیه اڅکزۍ وايي، په ټاکنو کي ...

Read More »