د ننګرهار ولایت په مختلفو سیمو کي د افغان امنیتي ځواکونو په وروستیو تهاجمي عملیاتو کي ۲۷ داعش وسله وال وژل سوي دي.
په ختیځ کې د سېلاب قل اردو قوماندان نن وویل دا داعشیان په بټیکوټ، رودات، هسکي مېني او دوربابا ولسوالیو کې وژل سوي دي.
دا عملیات د افغان امنیتي ځواکونو پلې او هوايي قواو کړي دي.
سېلاب قل اردو وايي، د دې عملیاتو په نتیجه کي د داعش ډلې مهم پټن ځایونه هم په نښه سوي دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون