د کابل ښار د دیارلسمي امنیتي حوزې په مربوطاتو کي د نوم لیکني مرکز ته نژدې چاودنه سوې ده

د رسنیو د راپورونو له مخي دغه چاودنه د دشت برچي په سیمه کي د آصف مایل ښوونځي ته څېرمه سوې ده.

ویل کېږي چي په دغه سیمه کي د ټاکنو لپاره د نوملیکني یو مرکز هم سته دی.

سیمه د پولیسو له لوري کلابنده سوې ده او چا ته د ورتګ اجازه نه ورکول کېږي.

تر اوسه د پېښې له امله د اوښتو تلفاتو په اړه څه نه دي ویل سوي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...