امنیې قوماندانۍ په یوه خپره کړې خبرپاڼه کي ویلي، چي د امنیتي ستونزو د مخنیوي لپاره دي خلک پر موټرسایکل پټ مخ نه ګرځي تر څو امنیتي ځواکونه يې په ښه ډول وویني.
په خبرپاڼه کي ویل سوي، که چیري هر کس پټ مخ ولیدل سي قانوني چلند به ورسره کیږي.
دغه خبر په داسي حال کي ورکول کیږي چي په کندهار ښار کي په دې وروستیو کي د موټرسایکل سپرو له خوا غلچکي بریدونه زیات سوي دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون