په بادغیس کي وسله والو طالبانو د نوم لیکني پر مرکز توغندیز برید کړی

د بادغیس د پولیسو قوماندان جنرال عبدالروف تاج وویل، چي وسله والو طالبانو په قلعه نو کي د رایې ورکوونکو پر یو مرکز یو توغندۍ ویشتلې، چي له امله یې په دغه مرکز کي یو پولیس چي د مرکز په ساتنه بوخت و، وژل سوی او د افغان پولیسو په متقابلو ډزو کې دوه طالبان ټپیان سوي دي.

خو تراوسه وسله والو طالبانو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

تر دې وړاندي هم په غور کي د ټاکنو کمیسیون پر دغه ډول مرکز برید وسو، چې د تلفاتو تر څنګ ددغه مرکز څو کارکوونکي د طالبانو له لوري وتښتول سول، خو وروسته د قومي مشرانو په منځګړیتوب خوشي کړل سول.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...