د ویسټ انډیز هیواد تجارتي لوبي څو ورځي وروسته پيلیږي، چي تیر کال راشد خان او محمدنبي پکښي ولوبېدل، خو سږنی کال راشد پکښي د نه لوبېدو پريکړه کړې.
راشد خان د انګلنډ هیواد په یادو روانو تجارتي سیالیو کي د سسیکس لوبډلي لپاره لوبیږي.
یادي لوبډلي په یوې اعلامیې کي ویلي، چي راشد ورسره یوازي د اوو لوبو قرارداد ورکړی، خو وروسته راشد د ویسټ انډیز په کورنیو سیالیو کي د لوبېدو څخه ډده وکړه او سسیکس لوبډلي څخه یې وغوښتل، چي په ټولو ۱۴ لوبو کي ورسره ولوبیږی، چي یادي لوبډلي هم ورسره ومنل.
د انګلنډ ویټالټي بلاسټ سیالۍ د جولای په ۴مه پیل سوې او د سپټمبر په ۱۵مه پاي ته رسیږي.
راشد خان له محمد نبي او مجیب الرحمن سره یو ځای په دغو سیالیو کي لوبیږي. دوی درې واړه له ایرلنډ سره د افغانستان په را روانو سیالیو کې هم د ملي لوبډلې برخه دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون