د ملي امنیت پخواني رئیس اسدالله خالد د یوه نوي سیاسي حرکت اعلان وکړ

د امید صباح په نوم نوی سیاسي حرکت نن په پلازمېنه کابل ښار کي یې د یوې غوڼدې په ترڅ کي د موجودیت اعلان وکړ.

ښاغلي خالد وویل، چي د امید صباح سیاسي حرکت به د افغانستان د امنیت، سولي او ملي یووالي په برخو کي فعالیت وکړي.

نوموړی زیاته کړه، چي د موجودو ستونزو او کړکېچونو د پای په خاطر د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکني باید په شفافه توګه ترسره سي.

د نوي سیاسي حرکت مشر د حکومت پر مشرتابه هم نیوکړه وکړه او وې ویل، چي د ملي یووالي حکومت په موده کي یې د هېواد امنیتي وضعیت تر پخوا لا ډیر سوی دی او د حکومت مشران حتا د پوځ د شهیدانو پروا نه لري.

ښاغلي خالد د راجستر سویو رای ورکوونکو شمېر په اړه هم خپل شک او اندیښنه څرګنده کړه او وې ویل، چي د امید صباح سیاسي حرکت په دې اړه خپلي برنامې لري او ټینګار یې وکړ چي دغه موضوع به په جدیت سره تعقیب سي.

دا په داسي حال کي ده چي تېره اوونۍ په پلازمېنه کابل ښار کي یې د افغانستان د لوی ملي ائتلاف په نوم یو نوی سیاسي ائتلاف د موجودیت اعلان وکړ.

 

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...