په کابل کي د تښتول سوو درو بهرنیانو مړي موندل سوي دي

د کابل امنیتي چارواکي وايي، هغه درې بهرني کسان چي نن سهار شاوخوا اته بجې د کابل ښار د نهمي حوزې اړوند له دسپچېرۍ سیمي څخه د نامعلومو کسانو له لوري تښتول سوي وو، د کابل په موسهي ولسوالۍ کي یې مړي موندل سوي دي.

د کابل د امنیه قومندانۍ رسنیز مشاور حشمت ستانکزي رسنیو ته ویلي، تر اوسه د یادو بهرنیانو د کارځای او هویت په اړه معلومات نه سته او په اړه یې د دوی پلټني روانې دي.

یاد بهرنیان په موټر کي سپاره وو او د حامد کرزي هوايي ډګر پر لور روان وو چي وتښتول سول او څو ساعته وروسته یې مړي د کابل جنوب ته د موسهي په ولسوالۍ کې وموندل سول.

 

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...