د قزاقستان د لومړي وزیر پر وېبپاڼه په خپره سوې خبرپاڼه کې ویل سوي، چي د افغانستان او قزاقستان سوداګرو له لومړي وزیر سره کتلي دي او پر بېلو مسایلو یې خبرې کړې دي.
سوداګرو له هغه غوښتي چي له افغانستان سره د سوداګرۍ، ترانزیت، اقتصادي همکاریو، کانونو د استخراج، ځمکني او هوايي ترانسپورت او دې ته ورته برخو کي اسانتیاوي راولي.
لومړي وزیر له سواګرو سره په خبرو کې ویلي، چي قزاقستان او افغانستان په خپلو کي ښې اړیکې لري او د تېر په پرتله ددواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې غوړېدلې دي.
دده په خبره چي د سوداګرۍ او دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو د ډېرېدو لپاره هڅه کوي او د سوداګرو ټولي غوښتني په پام کي نیسي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون