د پکتيا د والي وياند عبدالله حسرت رسنیو ته ویلي، چي په خواجه حسن جومات په ځانمرګي بريد کي ۲۹ کسان وژل سوي او ۸۱ نور ټپیان سوي دي.
نوموړي زیاته کړه:
“د پکتيا له طبیعي پېښو سره د مبارزې رئیس هم په شهیدانو کې شامل دی، تر اوسه د نورو دولتي کارکوونکو د وژل کېدو په اړه معلومات لاس ته نه دي راغلي خو عبادت ځایونه او جوماتونه هغه ځایونه دي چي خلک عموماً پرته له توپيره هلته راټولېږي.”
ولسمشر محمد اشرف غني او ملګرو ملتونو دا حمله غندلې ده.
که څه هم تر اوسه کومي ډلي د دې حملې مسئوليت نه دی منلی خو په پکتيا کي طالبان او حقاني سخت دريځي ډېر فعال دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون