د جوزجان امنيتي چارواکي وايي، هغه څلور ښځي يې نيولي چي په داعش ډلي پوري تړلي وې

 

د جوزجان د امنيې قوماندانۍ چارواکي وايي، دغو ښځو په لومړنيو څېړنو کي اعتراف کړى چي د داعش ډلي غړي وې.

دغه ښځي د سمنګان، بغلان او کندز اصلي اوسېدونکي دي چي په وروستيو کي له داعش ډلي سره ملګرې سوې وې.

په وروستيو مياشتو کي د جوزجان له درزاب ولسوالۍ د داعش ډلي د تحرکاتو په اړه زيات راپورونه ورکړل سوي دي.

خو تېره اوونۍ د هېواد په شمال کي حکومت ته د داعش د لسګونو غړيو د تسليمېدو خبر ورکړل سو.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...