تیره شپه ریال ماډریډ د سلتاویګو کوربتوب په (سانتیاګو برنباوو) لوبغالي کي وکړ، چي ریال ماډریډ ۶ ګولونه پر ۰ سلتاویګو ته سخته ماته ورکړه.
د ریال ماډریډ لپاره ګریت بیل په ۱۳مه او ۳۰مه، ایسکو په ۳۲مه، حکیمي په ۵۲مه، او کروز بیا په ۸۱یمه دقیقه کي ګولووهني وکړې. بل ګول بیا د سلتاویګو ګومیز خپل د ګول پر دروازه وکړ، چي په دې سره ۶ ګولونه پر ۰ ریال ماډریډ لوبه وګټل.
پرون ریال سوسیداد ۳ ګولونه پر ۲ لګانیس ته، آلاوز ۳ ګولونه پر ۱ اتلاتیک بلباوو ته، ایبار ۱ ګول پر ۰ لاسپالماس ته، اتلاتیک ماډریډ ۱ ګول پر ۰ ختافې ته، والینسیا ۱ ګول پر ۰ جیرونا ته، او ویاریال بیا ۴ ګولونه پر ۲ ډیپورټيو لاکورینا ته ماته ورکړه، خو ریال بیټیس او سویا بیا لوبه ۲ ګولونه په مقابل کي د ۲ ګولونو مساوي پاي ته ورسول.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون