د وروستیو پیښو په غبرګون کي عبدالله د حکومت پر مشرتابه سختي نیوکي کړي

نوموړي نن د وزیرانو شورا په غونډه کي د وینا پر مهال وویل، چي هره ورځ خلک وژل کېږي، په تیرو  څو ورځو کي عام خلک او امنیتي ځواکونه عام وژنه سوې ده.

د ملي یووالي حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د هېواد په بېلا بېلو برخو کې د وروستیو بریدونو په غبرګون کې د حکومت پر سیاسي او امنیتي مشرتابه سرخت نیوکه وکړه.

هغه د حکومت پر مشرتابه نیوک وکړه او وې ویل، چي په تېرو ورځو کيد ملي امنیت شورا یوه غونډه هم نه ده جوړه سوې.

دا په داسي حال کي ده چي د هېواد په یو شمېر مهمو ولایتونو او ښارونو کي د ترهګرو په بریدونو کي د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

تېره ورځ د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کي د وسله والو د ډلییز برید په ترڅ کي لږ تر لږه ۱۰ تنه ووژل سول او کابو ۴۲ نور ټپيان دي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...