نن به امریکا په اسرائیل کي خپل سفارت بیت المقدس ته انتقال کړي

بیت‎المقدس ته د امریکا د سفارت د انتقال په اړه د ولسمشر ډونالډ ټرمپ پریکړې اسرائیل خوښ کړی دی، خو د فلسطینیانو، د امریکا د متحدانو او یو شمېر نورو هېوادونو مخالفت او غوسه يې پارولې ده.

د سپینې ماڼۍ یو پلاوی او اسرائیلي چارواکي به په بیت‎المقدس کي د متحده ایالاتو د سفارت د پرانېستلو په مراسمو کي ګډون وکړي.

بل لورته تمه کېږي چي زیات شمېر فلسطینیان د دې اقدام په مخالفت کي په غزه او نورو سیمو کي مظاهرې وکړي.

د ملګروملتونو د عمومي اسامبلۍ ۱۲۸ غړو هېوادونو بیت‎المقدس ته د امریکا د سفارت د انتقالولو په اړه د امریکا د ولسمشر د پریکړې مخالفت کړی دی.

فسلطینیان ختیځ بیت‎المقدس د خپل راتلونکې دولت پایتخت ګڼي.

x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...