د اسلامي همکاریو سازمان ((او.ای.سي)) د اندونیزیا په کوربه ‎توب د افغان سولي لپاره د دیني عالمانو له پرېکړو هرکلی کړی دی

د «او.ای.سي» سازمان سرمنشي یوسف بن احمد العثیمین پرون یکشنبې په یوه بیان کي په افغانستان کي د سولي او ثبات د ټينګښت په هدف د خبرو لپاره د افغانستان، اندونیزیا او پاکستان د دیني عالمانو را ټولېدل ستایلي.

یوسف بن احمد العثیمین د دیني عالمانو له پرېکړه‎لیک ملاتړ اعلان کړی او هیله ‎یې ښودلی چي د اسلام په رڼا کي د سولي د ټینګښت لپاره د دیني عالمانو رول او د دولتونو هڅي د ترورېزم او افراطیت په له ‎منځه وړلو او د زغم په لوړولو کي مرسته وکړي.

د اندونیزیا په کوربه‎ توب د جمعې په ورځ د افغانستان، پاکستان او اندونیزیا څه باندې ۶۰ دیني عالمانو غونډه وکړه چي د افغانستان جګړه یې ناروا وبلله او د سولي په برخه کي یې د افغان حکومت له هڅو او وړاندیزونو ملاتړ وکړ.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...