د هندوستان هیواد تجارتي شل آوریزه (IPL) سیالیو په لړ کي ورځ د یاد ټورنمنټ ۴۶او تیر ماښام بیا ۴۷تمه لوبه ترسره سوه.
۴۶تمه لوبه تیر ماپښين د راشد د ټيم حیدرآباد او چیناي کرکیټ لوبډلو ترمنځ ترسره سوه، چي چیناي د راشد ټيم حیدر آباد ته په ۸ ویکیټو ماته ورکړه.
لومړی توپ وهنه حیدرآباد وکړل، دوی په ټاکلو شل آورونو کي د ۴ لوبغاړو په سوځيدو سره چیناي ته د ۱۸۰ منډو هدف وټاکی، د چیناي لوبغاړو ورکړل سوی هدف د لوبي په ۱۹م آور کي د ۲ لوبغاړو په سوځيدو سره پوره کړ او په دې سره چیناي حیدرآباد ته په ۸ ویکیټو ماته ورکړه.
۴۷تمه لوبه بیا تیر ماښام د ممبۍ او راجستان کرکیټ لوبډلو ترمنځ ترسره سوه، چي راجستان ممبۍ ته په ۷ ویکیټو ماته ورکړه.
لومړی توپ وهنه ممبی وکړه، د ممبی توپ وهونکو په ټاکلو شل آورونو کي د ۶ لوبغاړو په سوځيدو سره راجستان ته د ۱۶۹ منډو هدف وټاکی، د راجستان لوبغاړو د ممبۍ له لوري ورکړل سوی هدف د لوبي په ۱۸م آور کي د ۳ لوبغاړو په سوځيدو سره پوره کړ او په دې سره راجستان ممبی ته په ۷ ویکیټو ماته ورکړه.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون