مجیب ځدران د لومړي ځل لپاره په IPL سیالیو کي د لوبي غوره لوبغاړي وټاکل سو

محمدصابر حمیدي

افغان توپ اچونکي مجیب ځدران د هندوستان هیواد تجارتي شل اوریزه سیالیو په لړ کي تیر ماښام د پنجاب لوبډلي لپاره په زړه پوري توپ اچونه ترسره کړه او له همدې امله د لوبي غوره لوبغاړی وټاکل سو، چي دا يې لومړی ځل دی، چي د لوبي غوره لوبغاړی ټاکل کیږي.

ددې ټورنمنټ په ۳۸مه لوبه کي تیر ماښام راجستان د پنجاب کرکیټ لوبډلي سره میدان ته کښته سوه، چي پنجاب د مجیب ځدرا په ښه ځلیدلو سره په ۶ ویکیټو راجستان ته ماته ورکړه.

لومړی توپ وهنه راجستان وکړه، په ټاکلو شل آورونو کي يې د ۹ لوبغاړو په سوځیدو سره پنجاب ته د ۱۵۳ منډو هدف وټاکی.

کله چي د پنجاب توپ وهونکي میدان ته کښته سول د راحول د ښي توپ وهني له امله پنجاب یاد هدف د لوبي په ۴.۱۸ آورونو کي د ۴ لوبغاړو په سوځيدو سره پوره کړ او پنجاب په دې سره راجستان ته په ۶ ویکیټو ماته ورکړه.

ددې لوبي غوره لوبغاړی افغان مجیب ځدران وټاکل سو، مجیب ۴ آورونه ترسره کړل، ۲۷ منډي يې ورکړې او ۳ قوي لوبغاړي يي وسوځول.

د پنجاب ټیم د ددې ټورنمنټ د ۹ لوبو څخه ۵ لوبي ګټلي او د پاته ۵ لوبو څخه که په دوو لوبو کي بریا خپله کړي، نو بل پړاو ته لاره پیداکولای سي.

ددې لوبو په لومړي پړاو کي هره لوبډله ۱۴ لوبي ترسره کوي، چي یوه لوبډله هغه وخت په ډېر امکان سره دوهم پړاو ته لاره پیداکولاي سي، چي په ۸ لوبو کي بریا خپله کړي.

x

دا هم وګورئ

افغان معلولینو ملي لوبډلي د پاکستان څخه لوبه وګټل

رپوټ: اسدالله نوري د معلولینو د نړیوال سیریز سیالیو په دوهمه لوبه کي د افغانستان ...