د پاکستان د کورنیو چارو وزیر احسان اقبال په وسله وال برید کي سخت ټپي سوی

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر احسان اقبال پرون ماښام د وسله وال برید په ترڅ کي سخت ټپي سوی.

چارواکي وایي، پیښه تېره ورځ د پنجاب ایالت په نارووال ښار کي د یوې غونډې په ترڅ کي رامنځته سوې ده.

په نارووال کي د پولیس یوه افسر عمران کشور وایي، په برید ښکیل شکمن کس عابد حسین د امنیتي ځواکونو له خوا نیول سوی او د پولیس په قید کي تر پوښتنې لاندي دی.

هغه زیاته کړه، چي د برید په ترڅ کي یوه مرمۍ د کورنیو چارو وزیر په اوږه کي لګېدلي او دا مهال تر درملني لاندي دی.

خو بل چارواکي وایي، مرمۍ د ښاغلي اقبال په لاس او خیټه کي لګېدلي او دا مهال په لاهور ښار کي تر درملني لاندي دی او د هغه روغتیایي حالت ښه دی.

بلخوا پاکستاني امنیتي چارواکي وایي، بریدګر حسین په خپل اعتراف کړی چي هغه د ختم نبوت د ستونزي په خاطر پر کورنیو چارو وزیر برید کړی.

 

x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...