تیره ورځ وسله والو طالبانو اوه تنه بهرني او افغان د بريښنا کارکوونکي تښتولي

راپور: نورګل اندړوال

طالبانو تیره ورځ هغه اوه تنه بهرني او افغاني  دبریښنا  کارکوونکي دپلخمري – سمنګان په غزیدلي لار تښتولي چي دچارواکو په وینا دخواجه الوان دبریښنا په نوي جوړیدونکي سب استیشن کي په کار بوخت وه.
دبغلان ولایتي شورا وايي، چي شپږ هندیان او یو افغان تیره ورځ سهار لس بجې دباغ شمال په سیمه کي دطالبانو یوه ځايي قومندان ملا شاهین پرته له نښتي تښتولي.
آمنیه قومنداني ددې کسانو تښتول  دطالبانو له لوري تایدوي خو وايي، دبیرته خوشي کولو هڅي یې پیل سوي.
خلک وايي، چي دبغلان په لویو لار تلونکي مسافر په امن کي نه دي او له حکومته غواړي چي دلویې لاري دامنیت خوندیتوب ته جدي پاملرنه وکړي او دتښتول سوو کسانو دراخوشي کولو لپاره لاري چارې ولټوي.
دبغلان د ولایتی شورا ریٔس وايي، چي جوړې سوې امنيتي پوستي له کلونو راهیسې دلاري په اوږدو کي په هغه ډول نه دي چې طالبانو مخ نیوی دې وکړای سي.
دبغلان دآمنیه قومندانۍ مطبوعاتي مسٔول ذبیح الله شجاع بیا وايي، چي د ملا شاهین په نوم دطالبانو یوه قومندان دغه کسان تښتولي چي  پولیسو یې  دبیرته راخوشې کولو هڅې پیل کړي.
یاده دې وي چې تردې دمه دتښتول سوو کسانو په اړه طالبانو څه نه دي ویلي .

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...