راپور: محمد یار مجروح
دا لومړی ځل دی چي د جنوب لویدیځي حوزې په کچه ناروغانو ته دا ډول خدمات وړاندي کیږي.
روغتیاپالان وايي، که په کور د ننه معیاري روغتونونه جوړ سي او مجهز وسایل وي ښايي هغه زرګونه افغانان چې بهرنیو هیوادونو ته د درملني لپاره ځي، په افغانستان کپ روغتونونو ته مخه کړي.
د فلج د مخنیوي دغه بریالي جراحي علمیات د حافظ محمود په نوم ناروغ ته ترسره سوي دي.
دغه عملیات د ستون فقرات په برخه کي د افغاني ډاکټرانو له خوا په کندهار کي ترسره سوي دي.
یاد ناروغ وايي، چي د ناروغۍ په لومړیو ورځو کي يې پښو شدید دردونه کول او له ناروغۍ څخه زیات په تکلیف وو.
نوموړی زیاتوي، چي له عملیاتو وروسته جوړ سوی او اوس کولای سي په خپلو پښو حرکت وکړي او قدم ووهي.
دی همدا راز وايي، ډېر خوښ دی چي په کندهار کي ورته د فلج کېدو د مخنيوي بريالي عمليات ترسره سول.
یاد جراحي علمیات د جنوب لویدیځي حوزې په کچه د لومړي ځل لپاره په کندهار کي د مهمند په نوم په یوه خصوصي روغتون کی تر سره سول.
د یاد خصوصي روغتون د ارتوپيدي ناروغیو متخصص ډاکټر نور احمد فیض وايي، اوس کولای سي په کندهار کي هغه ډول علمیات تر سره کړي، چي پخوا دلته نه سوای کېدلای.
د ده په خبره د حافظ محمود په نوم ناروغ د مغزي ناروغۍ له امله له ستونزو سره مخ و، چي دوی وکولای سول د عملیاتو په زریعه يې د فلج کیدو مخه ونیسي.
د یادولو وړ ده چي یاد جراحي عملیات په نورو بهرنیو هیوادونو کي له لسو څخه تر پنځلسو زرو ډالرو لګښت لري خو په کندهار کي د ۷۵ زره افغانیو په لګښت ترسره سوي دي.
سره له دې، چي په وروستیو لسو کلونو کي د افغانستان له روغتیا وزارت سره د سلګونو میلیونو ډالرو مرستي سوي خو بیا هم هره ورځ زیات شمیر ناروغان د درملنې لپاره نورو هیوادونو ته ځي.
د افغانستان د عامي روغتیا وزارت وايي، افغانان هر کال له ۳۰۰ میلیونو ډالرو څخه زیاتي پيسې په بهرنیو هیوادونو کي په درملو لګوي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون