راپور: اجمل وصال
د روزګان په روانه جګړه کي د وژل سوو سرتیرو د کورنیو غړي پر ښکلیو خواو ږغ کوي، چي جګړه پای ته ورسوي او د بې ګناه افغانانو وژنه ودروي.
دوی چي د کورنۍ غړي یې ددغه ولایت د پولیسو په لیکو کي دلاسه ورکړي له طالبانو غواړي له جګړې لاس واخلي.
امنیتې مسٔوولین بیا وایي، د تیرکال په پرتله توانیدلي په جګړه کي د پولیس د مرګ ژوبلي شمیر کم کړي.
دغه لسګونه کسان د هغو پولیس سرتیرو د کورنیو وارثین دي، چي د تیر یوه کال راهیسي د روزګان په مرکز او ولسوالیو کي د پولیسو په لیکو کي یې ژوند د لاسه ورکړی.
دوی چي د وژل سوو پولیس سرتیرو د اکرامې پیسو ترلاسه کولو لپاره امنیې قومندانۍ ته راغلي پر وسله والو طالبانو ږغ کوي چي روانه جګړه ودروې او د سولي له بهیر سره یوځای سي.
د روزګان امنیه قومندان مل پاسوال رحمت الله صدیقي وایي، څه باندي اته میلیونه افغاني نن د هغو پولیس سرتیرو د کورنۍ غړو ته ورکول سوې چې ددوی سره یې په جګړه کې قرباني ورکړي دې.
امنیه قومندان وایي، د تیرکال په پرتله د پولیسو د مرګ ژوبلي شمیر کم سوی او لامل یې په مسلکي توګه د پولیسو روزنه او په مجهزو وسایلو سمبالول دي.
په اروزګان کي نه یوازي د تیرو دوکلونو راهیسي تر ۷۰۰ زیاتو پولیس سرتیرو ته د جګړې پرمهال مرک ژوبله اوښتي، بلکي ددغه ولایت عامو اوسیدونکو ته هم جګړې دروند زیان اړولی او دشمیرو له مخي تر ۱۳ زره زیاتي کورنۍ بې ځایه سوي دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون