راپور: سردار زیارمل
ددغه ولایت د مرکز د ۵۳ نوم لیکنو مرکزونو کي کمو کسانو نومونه ثبت کړي دي .
تېرې جنجالي ټاکني او د عامه پوهاوي نشتوالی هغه لاملونه په ګوته کیږي چي په دغه بهیر یې ټکنی کړی دی.
بل لورته د ټاکنو مسٔولین بیا وايي، چي عامه پوهاي سوی دی، خو په خوست کي په تېر کي هم تجربه سوي ده، چې په لمړیو ورځو کي د نوم لیکني مرکزونو ته کم خلک ور درومي، مګر ورورسته یې بیا شمېره په چټکۍ سره لوړیږي.
په خوست کي د نوم لیکنو مرکزونو ته د خلکو کم تګ اندېښني موجودي کړي دي.
سره له دې چي په خوست ولایت کي په احتمالي توګه یونیم میلیون وګړي ژوند کوي، خو بیا هم د ورځي په اوږدو کي د نوم لیکنو مرکزونو ته کم شمېر کسان تګ کوي.
په تېرو ټاکنو کي ناشفافیت او د اوسنیو نوم لیکنو لپاره د عامه پوهاوي د پروګرامونو نشتون هغه څه دي چي په یاد بهیر یې اغیز کړی دی.
عام ښاریان هم که له یوې خوا په راتلونکو ټاکنو کي ونډه اخیستل مهم بولي، خو په ورته وخت کي د رایو ورکونو پر مهال د پورا شفافیت غوښتنه هم کوي.
بل لورته په دغه ولایت کي د ټولټاکنو کمیسیون چارواکي وايي، چي دوی د عامه پوهاوي په برخه کي پوره کار کړئ او په یاد برخه کي یې ګڼ شمېر پروګرامونه هم په لاره اچولي دي.
د ټاکنو کمیسیون ریٔس عبدالرحمان محبت وايي، په خوست کي په تېر کي هم تجربه سوې ده، چي په لمړیو ورځو کي د نوم لیکنو مرکزونو ته کم خلک ور درومي، مګر ورورسته یې بیا شمېره په چټکۍ سره لوړیږي.
دغه بهیر ته په کتو د ځینو خاصو تکتیکونو کارونه او د عامه پوهاوي پر نورو لارو چارو غور کول هغه څه دي چي، د ځینو په باور ښايي زیات خلک د نوم لیکنو مرکزونو ته ورتګ پیل کړي.
عام باور دادی که چېري خلکو ته په راتلونکو ټاکنو کي د شفافیت په اړه پورا ډاډ ورکړل سي ، نو د نوم لیکنو مرکزونو ته به ګڼ شمېر کسان بېرته تګ پیل کړي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون