راشد ارمان لومړی افغان لوبغاړی دی چي د شل اوریزو او یو ورځنیو لوبو د توپ اچونکو په نړیواله درجه بندۍ کي لومړی مقام خپلوي.
د کرکټ نړیوالي شورا له لوري د شل اوریزو لوبو د توپ اچونکو په نوي اعلان سوي درجه بندۍ کي افغان توپ اچونکی راشدخان لومړی مقام خپل کړی.
د راشد ارمان ددغي ستري بریا په مناسبت تیره ورځ د کرکټ ملي لوبډلي لوبغاړو په زمبابوې کي د نړیوالي شورا د توپ اچوني په درجه بندۍ کي د راشد خان په یو ورځنیو او شل اوریزو لوبو کي، د لومړي مقام خپلول ولمانځل.
د یادوني وړ ده چي دتوپ اچوني تر څنګ راشد ارمان د یو ورځنیو لوبو د الراونډرانو په درجه بندۍ کي څلورم مقام له ځان سره لري.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون