د هندوستان کرکټ ملي لوبډلي جنوبي افریقا ته په شپږمه لوبه کي ماته ورکړل

د هندوستان کرکټ ملي لوبډلي د ۶ شپږو یو ورځنیو لوبو په وروستۍ لوبه کي جنوبي افریقا ته په ۸ ویکیټو ماته ورکړه او په دي بریا سره یې د یو ورځنیو لوبو لړۍ ۵ د ۱ په وړاندي په خپلي بریا سره پای ته ورسول.

د جنوبي افریقا لوبډلي لومړی توپ وهنه ترسره کړه او په ۴۶٫۵ اورونو کي یې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو د زونډو د ۵۴ منډو په مټ د هندوستان لوبډلي ته د ۲۰۵ منډو هدف وټاکه.

د هند له لوري په توپ اچونه کي شردول ټاکور د جنوبي افریقا ۴ لوبغاړي وسوځول.

د هندوستان لوبډلي ټاکل سوی هدف د لوبي په ۳۲٫۱ اورونو کي ترلاسه کړ او د یو ورځنیو لوبو لړۍ یې وګټل.

د هندوستان له لوري په توپ وهنه کي ویرات کوهلي ۱۲۹ او رهاني ۳۴ منډي ترسره کړې.

د یو ورځنیو لوبو د پای ته رسیدو سره به د دواړو لوبډلو ترمنځ د ۳ درو شل اوریزو لوبو لړۍ د راتلونکي یکشنبې په ورځ پیل سي.

x

دا هم وګورئ

افغان معلولینو ملي لوبډلي د پاکستان څخه لوبه وګټل

رپوټ: اسدالله نوري د معلولینو د نړیوال سیریز سیالیو په دوهمه لوبه کي د افغانستان ...