د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلي د پنځوس اورونو کرکټ نړیوالو سیالو لړۍ، له زېمبابوې وګټله.
سره له دي چي د دواړو لوبډلو ترمنځ یوه بله لوبه لا پاته ده خو د پرونۍ لوبې پایلي، څرګنده کړه چي افغانستان د لړۍ ګټونکی دی.
د افغانستان لوبډلي د سیالیو د رواني لړۍ له څلورو څخه درې ګټلې او یوازې یوه لوبه د زېمبابوې په ګټه تمامه سوې ده.
د یادي لوبې پچه د زیمبابوي د کرکټ ملي لوبډلي وګټل او لومړی يي د منډو جوړولو پريکړه وکړل.
د زیمبابوې لوبډلي په ۳۸ اورونو د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره ۱۳۴ منډي جوړي کړي او افغان لوبډلي ته یې د ۱۳۵ منډو هدف ورکړ.
د زیمبابوې لپاره په توپ وهنه کي ایروین ۵۴ منډي جوړي کړي.
د افغانستان له لوري په توپ اچونه کي مُجیب ځدران ۵، محمد نبي عیسی خیل او راشد خان ۲–۲ او شراف الدین اشرف بیا یو مقابل لوبغاړی وسوځوی.
افغان کرکټ لوبډلي ټاکل سوی هدف د لوبي په ۲۲ اورونو کي ترلاسه او لوبه یې په خپله ګټه پای ته ورسول.
د افغانستان له لوري په توپ وهنه کي شهزاد محمدي ۷۵ او احسان الله ۵۱ منډي ترسره کړې.
د سریز وروستی لوبه د دوشنبي په ورځ ترسره کیږي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون