د درې اړخیزه کرکټ لوبو د لړۍ په پنځمه شل اوریزه لوبه کي نیوزیلانډ لوبډلي له ټاس ګټلو وروسته د توپ وهني پریکړ وکړه.
د نیوزیلانډ لوبډلي د مارټین ګوپټیل د ۱۰۵ منډو او د منرو د ۷۶ چټکو منډو په مټ اسټرالیا ته په ۲۰ اورونو کي د ۲۴۴ منډو ستر ورکړ.
اسټرالیا لوبډلي یاد هدف په ۱۸٫۵ اورونو کي د ۵ لوبغاړو په سوځیدو سره ترلاسه او د شل اوریزو لوبو په تاریخ کي یې تر ټولو ستر هدف پوره کړ.
د اسټرالیا له لوري په توپ وهنه کي شورټ ۷۶, وارنر ۵۹ او فینچ ۳۶ چټکي منډي ترسره کړې.
د یادوني وړ ده چي دا تر ټولو لوی هدف دی چي سیاله لوبډله يې پوره کوي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون