د کرکټ نړيوال جام د روان کال دسمبر میاشتي په ۲۶ نېټه افغانستان ته راوړل کیږي چي لومړی به په کابل کې ورته بېلابېل پروګرامونه ترسره سي.
دغه راز په پلان کي ده چي تر کابل وروسته بامیان، هرات او په پای کي کندهار ولايت ته هم ولیږدول سي.
د یادلوو ده چي د ټرافۍ د ليږد پيل د می مياشتي له ۳۰ نيټي وسو او د جولای تر ۱۴ نيټي به دوام لري او بیا به انګلستاان او ویلز هیوادنو ته وليږدول سي چي د د ۲۰۱۹م کال د نړیوال جام کوربتوب کوي.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلي د روان زیږدیز کال په اپریل میاشت کي د غوراوي پړاو په ګټلو سره د ۲۰۱۹ کال نړیوال جام ته، چي په انګلستان کي ترسره کیږی، لار وموندله.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون