د کندهار د بشري سرچنو رئيس وايي، په روان کال کي يې په کندهار کي شاوخوا ۵۵۰ کسان استخدام کړي دي

راپور: مهتمم صالح

دی وايي، دا مهال په کندهار کي د دريم او څلورم بست لپاره ۱۱۴ بستونه خالي دي، چي زيات يې په عامي روغتيا رياست کي دي.

خو یو شمیر ځوانان وايي، په ځینو ادارو کي خلک د شناخت پر اساس ټاکل کیږي.

د کندهار د بشري سرچنو رئيس عزيزاحمد شېخل وايي، په روان کال کي يې په کندهار ښار او ولسواليو کي شاوخوا ۵۵۰ کسان په دوهم او دريم بستونو کي استخدام کړي دي، او تر ډيره خالي بستونه ډک سوي.

شیخل په کندهار ولایت مقام کي په یوه خبري کنفرانس کي وویل، دا مهال په کندهار کي د دريم او څلورم بست لپاره ۱۱۴ بستونه خالي دي، خو تر اوسه د مرکز له خوا د دغه بستونو لپاره د ازموینو پلان نه دی جوړ سوی.

دغه راز شيخل وايي، په روان کال کي يې ۱۴۰ تنه ښځينه استاداني په پوهني رياست کي استخدام کړي دي.

دی وايي، د بشري سرچينو رياست زيات کسان بهرنيو هيوادونو ته د زده کړي لپاره استولي، چي په روان کال کي د ترکمنستان هيواد دیرش بورسونه افغانستان ته راغلي وه او دوی يې ۱۵ یوازي کندهار ته ورکړي دي.

شېخل زياتوي، چي د بېلابیلو هيوادونو د برسونو لپاره امتحانونه اخستل سوي، چي نتايج به يې ژر راووځي.

مسولین پر داسي مهال د زیات شمیر کسانو د استخدام خبر ورکوي، چي په کندهار کي ډېری ځوانان له بېکارۍ څخه شکايت کوي او وايي، په ډيری ادارو کي خلک د شناخت او واسطې پر اساس ټاکل کیږي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...