راپور: میلاد حمیدي
د نښتر په نامه د پښتورګو دې روغتون کي تر ډېره د هغه ناروغانو تشخص او درملنه کېږي چي پخوا په کور دننه د طبي امکاناتو د نشتون له کبله نورو هېوادونه ته تلل.
دغه روغتون چي د پاکستان په مرسته جوړ سوی شاوخوا دوه کاله وړاندي یې فعالیت پيل کړی دی روغتیايي مسٔوولین وايي د اړتیا وړ وسایل يې تر ډېره پوره سوي او د پښتورګو سربیره به پکښي د زړه او سرطاني ناروغبو د درملني او تشخص څانګي هم پرانستل کېږي.
ناروغان وایي درملنه يې له هېواده بهر لوړ لګښت ته اړتیا لري چي د ډېرو له وسه پوره نه ده خو اوس چي يې په خپل هېواد رنځ ته درمل سته خوښ دي.
جلال اباد کي د پاکستان قونسلګرۍ مسٔولینو وویل، هېواد به یې نښتر روغتون سره د کړي ژمني له مخي د یو شمېر نورو طبي وسایلو مرسته هم وکړي او دې برخه کي به له افغان حکومت سره پوره همکار وي.
که څه هم افغانستان د تېرو کلونو په پرتله اوس ګڼي طبي اسانتیاوې لري خو د دې باوجود هم یو شمېر خلک د پېچلو ناروغیو د درملنې په موخه بهرنیو او په ځانګړي توګه ګاونډيو هېوادونو ته ځي .
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون