د مالیې وزارت وایي، چي د دولتي کاري بستونو لپاره د معاشونو د لوړولو طرحه یې جوړه کړې ده

د دغه وزارت ویاند شمروز خان مسجدي  خلکو ته ډاډ ورکړ چي د راروان مالي کال له پیله به په دولتي معاشونو کي تر ۲۰ سلنې زیاتوالی راسي.

خو ښاغلي مسجدي وویل، د هغو لوړپوړو دولتي چارواکو معاشونه چي له اندازې زیات دي، کمیږي.

د افغانستان د مالیې وزارت د معلوماتو له مخي دا طرحه د خلکو د اقتصادي ژوند د ښه‌والي لپاره برابره سوې چي تر اوسه په مطلق ډول د ځینو تخنیکي ستونزو له امله تصویب سوې نه‌ده، خو تر راتلونکي مالي کال به بشپړه او پلې سي.

دغه وزارت وايي چي یاده طرحه کابینې ته هم وړاندي سوې، خو د ځینو تخنیکي ستونزو له امله تر اوسه په بشپړ ډول نه‌ده تصویب سوې.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...