ولسمشر غني مالیې وزارت ته: په پېښور کي د ادبي فعالیتونو لپاره د مناسب ځای بندوبست وکړئ!

ولسمشر غني د خوشحال خان خټک په علمي او څېړنیز سیمینار کي وویل چي افغان حکومت به په نږدې راتلونکي کي د یو بل کلاسیک افغان شاعر حمید مومند د قبر د تعمیر کار پیل کړي. نوموړي دغه راز مالیې وزارت ته هدایت ورکړ چي په پیښور کي دي په افغان بلډنګ کي یو فرهنګتون ایجاد او هلته دي د مشاعرو او ادبي فعالیتونو لپاره د مناسب ځای بندوبست وکړي.

هغه زیاته کړه دلته د افغانستان له علومو اکاډمي او نورو ادارو هم غوښتنه کوي چي تر دې وروسته د پښتونخوا او کوټي د سیمو د لیکوالو او ادیبانو د اثارو په چاپولو کي فعاله ونډه واخلي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...