د پښتون ژغورني غورځنګ مشر منظور پښتین د پاکستاني حکومت هغه پرېکړه غندلي چي د پارلمان د غړیو علي وزیر او محسن داوړ پر سفرونو یې بندیزونه لګولي دي.
نوموړي دا بندیز غندلی او هغه یې غیر قانوني عمل بللی دی.
منظور پښتین د پاکستان د حکومت له اعلان نه وروسته په خپل ټویټر لیکلي، د محسن داوړ او علي وزیر په ګرځیدو بندیز لګول د حکومت غیر جمهوري چلند څرګندوي.
پښتین زیاته کړې دا بندیزونه ښیي چي حکومت د خپلو مخالفینو پر ضد له قانون نه غیر سالمه ګټه پورته کوي.
د پاکستان د پارلمان په دغو دواړه غړو چي د پښتون ژغورني غورځنګ غړي هم دي، د تحریک د فعالیتونو له کبله پرې بندیزونه لګول کېږي.
د یادونې وړ ده چي تر دې مخکي هم د تحریک پر پلویانو ګلالۍ اسماعیل او حیات پریغل دغه ډول بندیزونه لګول سوي دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون