د سربیا چارواکي وایي، د دې هیواد په نېس ښار کي له یوه بس سره د ریل ګاډۍ د ټکر په پایله کي پنځه تنه وژل سوي او ۳۰ نور ټپیان دي.
پولیسو ویلي چي داسي ښکاري دا پیښه د بس چلوونکي د غلطۍ له امله رامنځته سوي وي.
د چارواکو په خبره، په بس کي ډیری سپرلۍ د یوه ښوونځي زده کوونکي وو.
د پیښي په تصویرونو کي ښکاري چي د ټکر له امله بس په منځ کي نیم سوی او ریل ته سرسري زیان اوښتی دی.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون