راپور: محمد یار مجروح
کندهاري لوبغاړي محمدانور پاینده ۷۰ کلونه مخکي په لمړي ځل دلندن په المپیک سیالیو کي د افغانستان په استازیتوب ګډون کړي وو.
د هغه لدې لباس څخه معلومیږي چي افغانستان د فوټبال په لوبه کي اوږد تاریخ لري.
کله چي د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلي د لمړي ځل لپاره په ۱۹۴۸ کال د انګلستان په المپیک سیالیو کي برخه درلوده، د افغان لوبغاړو همدا رنګه لباس پر تن وو.
دا د کندهار لوبغاړي خدای بخښلي محمدانور پاینده لباس دی چي ۷۰ کلونه مخکي په نړیواله کچه د لندن په المپک سیالیو کي د افغانستان په استازیتوب ولوبېدی.
د افغانستان په تاریخ کي ځلان ستوري پاینده خان په لمړي ځل د افغانستان په استازیتوب د ۱۹۴۸ کال د المپيک سیالیو کي د فوټبال په ملي لوبډله کي برخه دلوده.
همدې لباس ته کتو معلومیږي چي افغانستان د فوټبال په لوبه کي اوږده مخینه لري.
د ورزش په ډګر کي ښايي افغان لوبغاړي د محمد انور پاینده د لباس په څیر ګڼي لاسته راوړني ولری خو د همدې لباس په څیر به په بهرینو هیوادونو کي ساتل کیږي.
یو شمیر لوبغاړي وايي، کله چي د لوبو په برخه کي د افغانستان دا ډول تاریخ ګوري لا تشوقیږي.
محمد انور پاینده د جان خان خروټي زوی او د پاینده خان خروټي لمسی وو چي په ۱۹۲۵ م کال زیږدلی دی.
خدای بخښلی محمد انور پاینده په کندهار کي د فوټبال لوبي بنسټګر او لوبغاړی وو چي د لمړي ځل لپاره يې د پښتونخوا او وطنخوا په نوم لوبډلو مشري یې په غاړه درلوده.
هغه دوه کاله مخکي د ۹۳ کلنی پر عمر لدې نړۍ څخه سترګي پټي کړې.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون