د هلمند ولایت په ساحه کي د کندهار هرات عمومي لویه لار د بیا رغوني پروژه د ټیټ کیفیت له امله دریدلې ده

راپور: جواد داوري

پرهمدي عمومي شهرا  له ټاکل سوي وزن څخه د زیات وزن درلودونکو موترو تګ راتګ، د چاودونو له امله د سړک ورانیدل هغه ننګوني دي چي موټر چلوونکي ورسره مخ دي او ترافیکي پیښی ترې رامنځته کیږي.

که څه هم دولت څو ځلي هڅه وکړه خو تراوسه هم نه دي توانیدلي چي سړک پر معیار برابر کړي.

د هلمند ټولګټو چارو ریاست مرستیال انجنیر عبدالقادر علیزی وايي، د هلمند په ساحه کي يې د سړک جوړیدو کار پیل کړ خو قراردادي شرکت په کارونو کي د نیمګړتیا او په چټکي سره د کار خرابوالي له امله يې اوس دغه پروژه درولې ده.

موټر چلوونکي وايي، دغه شهرا څو ځلي ترمیم سوې ده خو تر جوړونې څو میاشتي وروسته بیرته پخواني حالت وي.

موټرچلوونکي وايي، تر هغو چې د درنو موټرو مخه ونه نیول سي او د سړک امنیت ته جدي پاملرنه ونه سي ددې سړک جوړیدل ګټور نه سي تمامیداي.

د هلمند ټولګټو چارو ریاست چارواکي وايي ددې سړک تر څنګ د هلمند مارجي او نادعلي ولسوالیو سړکونو د جوړونې چاري هم پیل کړي دي چي تردې مهاله يې کارونه نیمايي بشپړ سوي دي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...