راپور: محمد یار مجروح
په کندهار کي د شاوخوا ۷۰۰ محلونو رای پاڼو څلورمه ورځ ده چي د ټاکنو د مرکزي مسٔوولینو په خبره د رای پاڼو بیا شمیرلو ۸۵ سلنه چاري پای ته رسیدلي دي.
خو یو شمیر نوماندان بیا وايي، درايي شمیرلو پروسه له ستونزو ډکه ده او هغه ادارې چي د څار دندي لري، د رايي شمیرلو پر مهال حضور نلري.
د ټاکنو مرکزي اداره وايي، په کندهار ولایت کي یې ۸۵ سلنه رايي بیا شمیرلي او پاکي او ناپاکي رايي پاڼي یې سره بیلي کړي دي.
د ټاکنو له مرکزي ادارې د راغلی هیئت مشر عبدالنصیر مهمند وايي، د محلونو په راسپړلو کي ګڼي ستونزي موجودي وې چي د رای پاڼو د شمیرلو پر مهال شاوخوا درې زره رايي باطلي سوي هم دي.
دده په خبره یاده پروسه به راتلونکې ورځ پای ته ورسیږي.
بلخوا د کندهار د ټاکنو کمېسیون رئیس نعمت الله وردګ وايي، ټیفا او فیفا ادارو ته يې رسمي مکتوبونه لیږلي خو ډیری وخت حاضر سوي ندي.
دده په خبره ټیفا او فیفا دڅار دنده لري او باید د مکلیفیت پر اساس د رای شمیرلو پر مهال حضور ولري.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون