راپور: مهتمم صالح
د نومبر ۲۰ د کوچنيانو نړواله ورځ ده، چي د کوچنیانو د حقونو د ساتني په موخه لمانځل کیږي.
د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ په باباولي لیسې کي د دغه ورځي د لمانځني پر مهال په کندهارکي د بشرحقونو د کوچنیانو د څانګي مسول شمس الدين تنوير وويل، په روان کال کي په سويل لوېدځه حوزه کي ۹۸ کوچنيان په جګړو کي وژل سوي او ۱۰۴ نور ټپیان سوي دي.
تنوير وايي حکومت او والدين دي د کوچنيانو د شاقه کارونو، قاچاق، په کم عمر کي واده کول او نورو تاوتريخوالو مخه ونيسي.
دی زياتوي په روان کال کي په کم عمر کي د انجونو د ودولو ۲۰ قضيې ثبت سوي چي ځيني يې دوی حل کړي او ځيني يې د عدلي او قضايي اروګانو لخوا حل سوي دي.
د ارغنداب ولسوال محمد شريف رسولي وايي په ارغنداب ولسوالۍ کي تر ډېره کوچنیان ښه حالت لري په ۲۳ ښوونځيو او دريو رسمي مدرسو کي زده کړي کوي.
ولسوال د ټولو والدينو او کورنيو څخه غوښتنه کوي، چي خپلو کوچنيانو ته په ښه ډول روزنه ورکړي تر څو د هيواد لپاره د خدمت جوګه سي.
بل خوا د ارغنداب ولسوالۍ د پوهني مسولين وايي په دغه ولسوالۍ کي يوازي ۲۰ سلنه کوچنيان په تعليم بوخت دي.
د دغه ولسوالۍ د پوهني امر شاولي افغان وايي، زراعتي کارونه او عنعنات د دې لامل سوي، چي په دغه ولسوالۍ کي د کوچنيانو د تعليم مخه ونيسي.
دی وايي په ارغنداب ولسوالۍ کي د کوچنیانو د ساتني موسيسې لخوا ۲۶ ټولګي جوړ سوي، چي ۸۰ سلنه شاګردان يې ښځينه دي.
غربت، جکړې او د خلکو بې سوادي د دې لامل سوی، چي ډېری کوچنيان له زده کړو محروم او د بېلابېلو تاوترخوالو ښکار سي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون