د افغان سولي لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمی خلیلزاد له ولسمشر غني سره د لیدني پر مهال ویلي چي افغان سولي ته تر بل هر وخت غوره فرصتونه رامنځ ته سوي دي.
دده په خبره د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولي خبرو او مذاکراتو زمیني برابرولو لپاره به د امریکا هڅي دوام ولري.
خلیلزاد زیاته کړې چي امریکا د افغانستان سولي ته ژمنه ده او غواړي دغه خبري د افغانانو په مشرۍ او مالکیت مخ ته ولاړې سي، خو امریکا یوازي په دې برخه کي اسانتیا رامنځ ته کوي.
خلیلزاد دا هم ویلي چي امریکا دافغانستان ټولو قوانینو ته درناوی لري او له راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ملاتړ کوي.
ولسمشر غني هم په دې لیدنه کي د زلمي خلیلزاد له هڅو مننه کړې ده او د هغه فعالیتونه یې ستایلي دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون