چارواکي: د جاغوري او مالستان امنیت اوس په بشپړ ډول ټینګ دی

 

وروسته له هغې چي افغان جګ پوړو امنیتي چارواکو له وسله والو طالبانو د غزني د مالستان او جاغوري ولسوالیو د تصفیه کیدو خبر ورکړ او له بې ځایه سویو کورنیو یې وغوښتل چي بېرته خپلو سیمو ته کډه سي، د غزني د ولایتي شورا غړي محمد نعیم توحیدي هم تېره  تأیید کړه چي په دواړو ولسوالیو کې امنیت بېرته ټینګ سوی دی.

 

ښاغلي توحیدي دغه راز وویل چي په راتلونکې کي د وسله والو طالبانو د حملو د مخنیوي لپاره امنیتي چارواکو ورسره ژمنه کړې چي په سیمه کي د محلي پولیسو او سیمه ییزو اربکیانو د پیاوړي کیو ترڅنګ به، د ملي اردو او پولیسو او د ملي امنیت د ځواکونو شمیر زیاتوي.

د غزني په جاغوري او مالستان ولسوالیو کي د وروستیو جګړو له امله سلګونه کورنۍ د غزني مرکز او بامیان او کابل ولایتونو ته کډه سوي دي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...