((د ټرمپ تګلاري په افغانستان کي مثبت بدلونونه نه دي راوستي))

د امریکا ددفاع وزارت یا پنټاګون سنا ته په خپل درې میاشتني راپور کي ویلي چي د ټرمپ تګلاري په افغانستان کي د تیرو کلونو په پرتله هیڅ مثبت بدلونونه نه دي راوستي.

راپور وايي په افغانستان کي امریکايي ځواکونه ډېر سول، پر طالبانو هوايي بریدونه لوړي کچي ته ورسیدل، جګړې شدیدي سوې خو د طالبانو او نورو ترهګرو ډلو په ماتولو کي دا تګلاره بریالۍ نه سوه.

په راپور کي راځي چي له نوې تګلاري سره هممهاله د ملکي وګړو او افغان ځواکونو تلفات هم لوړ سوي دي.

دا راپور داسي مهال خپرېږي چي څو ورځي وړاندې د امریکا د پوځ د مرکزي قومندانۍ مشر په یوه ناسته کي د خبرو پر مهال وویل، چي طالبان په افغانستان کي له نظامي لارو د ماتي وړ نه دي.

دده په خبره په افغانستان کي نظامي تګلاره ناکامه ده او باید پر سیاسي مذاکراتو او خبرو اترو تمرکز ډیر سي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...