((افغان حکومت او امریکا ته په کار ده چي په سیمه کي د افغان سولي لپاره رواني هڅي سره همغږي کړي))

 د سولي په اړه د تحقیقاتو او مرستي یوه مرکز په یوه اوږده مطلب کي ویلي چي د مسکو کنفرانس سره له دې چي د سولي لپاره یو ښه ګام دی خو تر څنګ یې په سیمه کي ځينو شکونو او ستونزو ته هم لمن وهلې ده.

په مطلب کي راځي د سیمې هیوادونه د افغانستان په مسئله کي ښکیل دي نو امریکا ته په کار ده، چي د سیمې له هېوادونو سره په مشوره او همکارۍ د افغانستان د سولي لپاره کار وکړي.

سرچینه کاږي په سیمه کي داسې هیوادونه سته چي له طالبانو سره قوي سیاسي اړیکې لري او داسي موارد هم سته چې دغه ډلي ته پيسې او وسلې هم ورکوي.

ددغه مرکز په لیکنه کي راغلي دي نو له دې حقایقو سترګي نه سي پټېدلای چي امریکا او یا افغان حکومت دي وکړای سي په یوازي ځان طالبان د سولي خبرو ته اړ باسي، ځکه طالبان په سیمه کي ملاتړي لري او دوی ته به اجازه ور نه کړي چي په اسانه د سولي له پروسې سره یو ځای سي.

دغه مرکز امریکا ته سپارښتنه کوي، چي د ملګرو ملتونو په همکارۍ، د سیمي د هېوادونو په ملاتړ او سلا طالبان د سولي خبرو ته حاضرکړي او سیمه ییز ملاتړي یې ددغه ډلې له مادي او سیاسي ملاتړه را وګرځوي.

x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...